د لکي مروت پوليس وايي، چې د ضلعې له دوو بېلابېلو سيمو څخه د درېيو کسانو مړي موندل شوي دي، چې ټول د ډزو په وسيله وژل شوي دي.

 

د پوليسو د معلوماتو له مخې، د جون په ۲۰مه، په سهار شاوخوا شپږ بجې او لس دقيقې د عصمت اباد اوسېدونکو د غزني خېل تاڼې په حدودو کې د احسان ټيوب وېل سره نږدې د دوو کسانو مړي وليدل او پوليسو ته يې خبر ورکړ.

 

خبر ترلاسه کېدو سره پوليس سيمي ته ورسېدل او دواړه مړي يې د قانوني چارو او پېژندنې لپاره د تاجه زۍ ضلعي روغتون ته ولېږدول.

 

وروسته پوليسو په يوه تازه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د ضلعې له دوو جلا ځايونو څخه ټولټال درې مړي ترلاسه شوي دي. د پوليسو په وينا، دوه مړي د غزني خېل تاڼې د عصمت اباد سيمي سره نږدې موندل شوي، په داسې حال کې چې درېيم مړی د سرای نورنګ تاڼې په حدودو کې د خېسور کلي د نېر ترڅنګ موندل شوی دی. چارواکي وايي، درې واړه کسان د ناڅرګنده وسلوالو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

 

پوليس چارواکي وایي چې د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي، خو تر اوسه د وژل شويو کسانو هويت او د وژنې انګېزه نه ده څرګنده شوې.

 

د سيمي اوسېدونکو له امنيتي ادارو غوښتي چې د پېښې عاملين دې زر تر زره ونيول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.