نن ،د جون په ۱۹مه، جماعت اسلامي د هېواد د نورو سيمو په څېر په پېښور کې هم د پټروليم ليوۍ، د تېلو د بيو او روانې ګرانۍ پر ضد احتجاجي لاريون ترسره کړ. لاريون د ښار له بېلابېلو سيمو تېر شو او د جي ټي روډ پر لور روان و، چې پکې د ګوند مشرانو، فعالانو او ګڼ شمېر پلويانو ګډون کړی و.
د احتجاج ګډونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د پټرولو او ډيزلو بيې دې د نړيوالو بازارونو له بدلونونو سره سم راکمې کړي، د پټروليم ليوۍ نظام دې ختم کړي او ولس ته دې عملي اقتصادي ريليف ورکړي. مظاهره کوونکو شعارونه ورکول چې د تېلو لوړې بيې د خوراکي توکو، ټرانسپورټ او نورو اړينو شيانو د نرخونو د زياتېدو سبب ګرځي.
د جماعت اسلامي امير ،حافظ نعيم الرحمن، ويلي، چې حکومت بايد د پټرولو بيه راکمه کړي، د پټروليم ليوۍ بشپړ خاتمه وکړي او د برېښنا او ډيزلو په نرخونو کې هم د پام وړ کمښت راولي. نوموړي خبرداری ورکړی و چې که د ولس غوښتنو ته پام ونه شي، نو احتجاجي لړۍ به نوره هم پراخه شي.
د جماعت اسلامي مشرتابه وايي چې د تېلو پر سر لګول شوې ليوۍ او درانه ماليات د ولس اقتصادي ستونزې لا زياتوي، په داسې حال کې چې ،د دوي په وينا، د هېواد عام خلک له ګرانۍ، بې روزګارۍ او د ژوند د لګښتونو له زياتېدو سره مخ دي.
تر دې مهاله د وفاقي حکومت له لوري د جماعت اسلامي د دغو احتجاجونو او غوښتنو په اړه کوم ځانګړی رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

بي ارشد