د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر ،محمد سهیل اپریدي، د جون په ۱۹مه، د ۲۰۲۶-۲۷م مالي کال لپاره د ۲.۱۷ ټرېلیونه روپیو بودیجه صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړه، چې پکې د ضم شوو قبایلي ضلعو لپاره د امنیت، ځوانانو، سیاحت او پرمختیايي پروژو په برخه کې د بېلابېلو فنډونو اعلان شوی دی.

 

اعلا وزیر د بودیجې وینا پر مهال وویل چې حکومت د سرکاري کارکوونکو په تنخواوو او تقاعد (پینشن) کې د اووه سلنه زیاتوالي وړاندیز کړی او د مزدورانو لپاره لږ تر لږه میاشتنی معاش له ۴۰ زرو څخه ۴۵ زرو روپیو ته لوړوي.

 

د بودیجې ټول حجم ۲.۱۷ ټرېلیونه روپۍ ښودل شوی، په داسې حال کې چې حکومت د ۴۸ اربه روپیو کسر اټکل کړی دی.

 

د بودیجې له مخې، په سویلي وزیرستان، اورکزو، کرمې، خېبر، مومندو او باجوړ په ګډون ضم شوو قبایلي ضلعو کې د سیف سټي پروژو لپاره له درې اربه روپیو څخه زیاتې پیسې ځانګړې شوې دي. د دغو پروژو موخه د امنیت ښه کول او د عصري ټېکنالوژۍ له لارې د جرمونو مخنیوی بلل شوی دی.

 

همداراز، په ضم شوو قبایلي ضلعو کې د “احساس ځوانان” پروګرام لپاره ۲۰۰ میلیونه او د سیاحت د ودې لپاره ۸۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې شوې دي.

 

د امن او قانون د ټینګښت لپاره له ۱۹۱ اربه روپیو څخه زیات فنډ اېښودل شوی دی. په دې کې د پولیسو د وسلو، مهماتو، بلټ پروف ګاډو، ډرونونو، د ډرونونو د مخنیوي سیسټمونو او نورو امنیتي تجهیزاتو د پېرلو لپاره اربونه روپۍ شاملې دي. د پېښور فرانزک ساینس لابراتوار د جوړولو لپاره ۶۰۰ میلیونه روپۍ هم ځانګړې شوې دي.

 

د روغتیا برخې لپاره ۳۳۴ اربه او د تعلیم لپاره ۴۶۸ اربه روپۍ بېلې شوې دي. د صحت کارډ پلس پروګرام د دوام لپاره ۵۰ اربه، د ایم ټي آیي روغتونونو لپاره ۸۰ اربه، په سرکاري روغتونونو کې د وړیا درملو لپاره ۱۴ اربه او په پېښور کې د نوي جنرال روغتون د جوړولو لپاره ۴ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

 

په تعلیمي برخه کې د سرکاري پوهنتونونو، ښوونځیو، د زده کوونکو د بغېر سوده پورونو، د نوو استادانو د ګومارنې او له ښوونځیو بهر ماشومانو د بېرته ښوونځیو ته د راوستلو لپاره هم ځانګړي فنډونه اېښودل شوي دي.

 

د ټولنیزې هوساینې لپاره د احساس مستحق پروګرام ته ۱۵ اربه، د زمونږ کور کمپلېکسونو لپاره ۱.۱ اربه او د خواجه سراوو د هوساینې لپاره ۱۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې شوې دي.

 

د سړکونو او نورو پرمختیايي پروژو لپاره ۵۲ اربه، د بلدیاتي ادارو لپاره ۹۰ اربه، کرنې لپاره ۲۹ اربه، انرژۍ لپاره ۴۲ اربه او زکات لپاره ۲۸ اربه روپۍ په بودیجه کې شاملې دي.

 

د ځوانانو لپاره د انټرن شپ پروګرام ته ۱.۵ اربه، د برقي بایسکلونو او رکشو سکیم لپاره ۲.۵ اربه او بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره د تلونکو کسانو د بغېر سوده پورونو لپاره ۲ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

 

د مالیاتو په برخه کې هم د رعایتونو اعلان شوی دی. حکومت وړاندیز کړی دی چې د انفراسټرکچر ډویلپمنټ سیس کچه له دوه سلنې څخه ۰.۷۵ سلنې ته راکمه کړي او د هوټلونو د بېډ ټیکس کچه له اووه سلنې څخه پنځه سلنې ته ټیټه کړي.

 

د بودیجې له مخې، تر پنځو مرلو پورې استوګنیز او سوداګریز کورونه به له پراپرټۍ ټیکس څخه معاف وي. همداراز، د کم عاید لرونکو کسانو او د لومړي نه تر شپږم پی سکېل پورې سرکاري ملازمینو لپاره به پروفېشنل ټیکس ختم شي.

 

صوبايي حکومت ویلي دي چې په پخوانیو فاټا او پاټا سیمو کې د مالیاتي اسانتیاوو او رعایتونو روانه پالیسي به په راتلونکي مالي کال کې هم دوام ولري.