د لکي مروت د خيروخېل پکه سيمه کې ،د جون په ۱۹مه، د يوې جرګې پر مهال د ډرون له لارې بريد شوی دی، چې له امله يې ،د ځايي سرچينو په وينا، لږ تر لږه ۱۵ تنه ټپيان شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، د جرګې مشري د سيمي پخواني کليوال ناظم او د امن کمېټۍ مشر خالد خان کوله، چې په همدې مهال پرې د ډرون بريد وشو.
د سرچینو له مخې، د ټپيانو په ډله کې ملتان او د هغه زوې، فتح الله، فريدالله د سرفراز زوې، شوکت د علي مرجان زوې او حافظ وحيدالله شامل دي. سرچيني وايي، چې ټول ټپيان د خيروخېل پکه اوسېدونکي دي او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د سيمي اوسېدونکو او ځايي مشرانو له خلکو غوښتنه کړې ده چې د تاجه زئ ډي اېچ کيو روغتون ته ورشي او د ټپيانو لپاره د وينې د برابرولو په بهير کې مرسته وکړي.
د بريد مسؤليت د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې منلی دی.

غلام اکبر مروت