د کرمې ضلعې د پوليسو سرچينو ویلي دي، چې د بوشهرې فاتح کلي په سيمه کې د بارودي موادو د چاودنې له امله يو ۱۴ کلن هلک سخت ټپي شوی دی.

د سرچینو په وينا، پېښه ،د جون په ۱۹مه، هغه مهال رامنځته شوه چې ،ارسل علي، نومي هلک د کروندو ترڅنګ موجود و او هلته پخوا ايښودل شوي بارودي مواد ناڅاپه وچاودېدل.

سرچیني وایي، په چاودنه کې ارسل علي سخت ټپي شوی او لومړنۍ طبي مرستې ورته په ضلعي روغتون کې ورکړل شوې دي، خو د روغتون چارواکي وایي، چې د ټپي شوي هلک روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و، له همدې امله هغه د وړاندې درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوی دی، چرته چې يې درملنه روانه ده.

پوليس وایي چې د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي، خو تر اوسه د چاودېدلو بارودي موادو د نوعيت او د سيمي د امنيتي وضعيت په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

بلخوا، د سيمي اوسېدونکو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې د پاتې بارودي موادو د موندلو او پاکولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونيول شي.