د خیبرپښتونخوا د کلتور او سېلګرۍ ادارې او د پېښور د ۳۰ څخه زیاتو موټر سایکل ځغلونکو په ګډه یوه ریلي نن ،د جون په ۱۹مه، د پېښور څخه د مانسهرې سرن درې په لور روانه شوې ده، چې موخه یې په ځوانانو کې د مثبتو فعالیتونو هڅونه ده. د ادارې په وینا، دا موټر سایکل ځغلونکي به نن شپه مانسهرې ته ورسېږي او ،د جون په ۲۱مه، د اتوار په ورځ به پېښور ته بېرته راستانه شي.
د خیبرپښتونخوا د کلتور او سېلګرۍ اداره وايي چې ګډونوال به د جي ټي روډ، هري پور او سجي کوټ له لارې سرن درې ته ورسېږي، چرته چې به دوي د صوبې سیاحتي ځایونه معرفي کوي او د ونو بوټو د کرلو او صفایۍ په کمپاین کې به هم برخه اخلي.
د پېښور موټر سایکل ځغلونکو استازي ،عبید صدیقي، ویلي دي چې د سرن درې ښکلاګانې به د ټولنیزو رسنیو او ډیجیټل پلیټفارمونو له لارې په ملي او نړیواله کچه معرفي کړي، ترڅو د سیاحت مینه وال دې سیمي ته سفر وکړي.
دوي وایي چې د کلتور او سېلګرۍ ادارې همکاري د ستاینې وړ ده او دا ډول مثبتې هڅې د ایډونچر ټورزم او سیاحت په وده کې مهم رول لري.

سلمان یوسفزی