د کوز سويلي وزیرستان د برمل تحصیل د اعظم ورسک سیمي په غوړه کلي کې ،د جون په ۱۹مه، امنیتي ځواکونو د ګن شپ هېلي کاپټرو له لارې د وسلوالو پر شکمنو پټنځایونو شیلنګ کړی او له هوا یې د خبرتیا پاڼې (پمفلټونه) هم غورځولي دي.
ځایي سرچینی وایي، چې د شیلنګ پر مهال د سیمي په بېلابېلو برخو کې چاودنو غږونه اورېدل کېدل، چې له امله یې د خلکو ترمنځ د وېره خپره شوه او د سیمي ډېر اوسېدونکي د احتیاط له امله په خپلو کورونو کې پاتې شول. تر اوسه د کوم ځاني یا مالي زیان په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
د غورځول شویو پاڼو له مخې، امنیتي ځواکونو د «رحمت» په نوم د یو مطلوب وسلوال او د هغه د ملګرو پر ضد ولس ته خبرداری ورکړی دی. په پاڼو کې نوموړی د امنیتي ځواکونو له خوا د «خارجي جنګيالي» په نوم یاد شوی او پرې تور لګول شوی دی چې په سیمه کې د ناامنۍ، هدفي بریدونو او د ملکي وګړو د زیانمنولو په پېښو کې لاس لري.
په پمفلټ کې له ولسه غوښتنه شوې ده چې د یادو کسانو د موجودګۍ، تګ راتګ او شکمنو فعالیتونو په اړه امنیتي ادارو ته معلومات ورکړي او ورسره له هر ډول مرستې او همکارۍ ډډه وکړي. همداراز په پاڼه کې د اړیکو لپاره څو د موبایل شمېرې هم ورکړل شوې دي.
د امنیتي ځواکونو له لوري د دغو پاڼو د غورځولو هدف د ولس همکاري ترلاسه کول او د مطلوبو کسانو په اړه معلومات راټولول بلل شوي دي. بلخوا، د سیمي ځیني اوسېدونکي وایي چې د روانو پوځي عملیاتو او هوايي فعالیتونو له امله په سیمه کې اندېښنې زیاتې شوې دي.
تر اوسه امنیتي چارواکو د عملیاتو او د پاڼو د منځپانګې په اړه کومه جلا رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.
شال نیوز په خپلواکه توګه د پمفلټ په پاڼه کې د شویو تورونو او ادعاوو کره والی نه شي تاییدولی.

ظفر وزير