د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې د امنيتي اندېښنو له امله د جون د ۲۰مې نېټې لپاره د دفعه ۱۴۴م لاندې ځانګړی امر جاري کړی، چې لمخې به یې د سهار له پنځو بجو څخه د ماښام تر اوو بجو پورې پر يو شمېر مهمو سړکونو او لارو د هر ډول ولسي تګ راتګ بنديز وي.

د ايډیشنل ډپټي کمشنر سميع الله خان لخوا په جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه بنديز د امنيتي ځواکونو د تګ راتګ، د لوژستيکي سامانونو د لېږد او د امنيت او عامه نظم د ټينګښت لپاره لګول شوی دی.
 

د خبرپاڼې له مخې د بنو ـ ميرام شاه سړک، ټل ـ ميرعلي سړک، ميرعلي بازار ـ خېسور لار، ميرام شاه ـ رزمک سړک، ميرام شاه ـ غلام خان لار، ميرام شاه ـ دته خېل سړک، دوسلي ګړيوم سړک، سپين وام سره نښلېدونکې لارې او هغه ټول سړکونه به تړلي وي چې د امنيتي ځواکونو له مرکزونو او تنصيباتو سره نښلي.

انتظاميې ويلي دي چې پوليس، امنيتي ادارې، امبولانسونه، اور وژونکي او نور بيړني خدمات به له دې بنديزه مستثنا وي. همدارنګه يوازې هغو کسانو او ګاډو ته به د تګ اجازه ورکول کېږي چې د پوليسو يا امنيتي ځواکونو لخوا ورته ځانګړې اجازه ورکړل شوې وي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې له ولسه غوښتي چې د يادې مودې پر مهال له غير ضروري سفرونو ډډه وکړي او د امنيتي ادارو له لارښوونو سره بشپړه همکاري وکړي.

په اعلاميه کې خبرداری ورکړل شوی دی چې د دې امر سرغړونکي به د پاکستان د تعزيراتو قانون د ۱۸۸مې مادې له مخې له قانوني کارروایۍ سره مخ کېږي.

دا امر به د جون د شلمې نېټې د ماښام تر اوو بجو پورې نافذ وي.