د پولیسو په وینا، د جون په ۱۸مه، د شپې ناوخته د ډېره اسمعيل خان د ډېره ټاون پولیسو تاڼې په حدودو کې په کھتي چیک پوسټ ناڅرګنده وسلوالو برید کړی دی، چې له امله یې د چېک پوسټ ودانۍ په بشپړه توګه تباه شوې.
ځايي اوسېدونکي وایي، چې د شپې پرمهال د زورورو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېدل. د هغوي په وینا، د چاودنو شدت دومره زیات و چې داسې ښکاره کېده ګواکې ودانۍ د چاودېدونکو موادو په وسیله الوځول شوې وي.
د ډېره اسماعیل خان د ضلعې پولیسو مشر (ډي پي او) ضیاءالدین ویلي دي چې پولیسو پر وخت او موثر غبرګون وښود او برید یې شنډ کړ، چې له امله یې هېڅ ډول ځاني زیان نه دی اوښتی.
هغه زیاته کړه چې پولیسو د شپې تر ناوخته عملیات ترسره کړل او چیک پوسټ یې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته. نوموړي وویل چې د ځوابي عملیاتو پر مهال بریدګرو ته د اوښتو احتمالي زیانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
یاده سیمه له ښار نه نیزدې لس کلومیټره لرې سویل لویدیز په ږوب سړک موقعت لري چې د بلوچستان نه راتلونکي غیر قانوني سامان په مخنوي کې لوی خنډ وو. سرچیني وايي چې وسلوال د پولیسو یاد مرکز ته ننوتلي او تر هغه وروسته یې ودانۍ له بارودي موادو سره الوزولې.
پولیس وايي د پېښې نورې پلټنې روانې دي. بلخوا د تحریک طالبان پاکستان لخوا په رسمي توګه د دې برید مسولیت منلی شوی دی.

عدنان بېټنی