د فیفا نړیوال جام کوربه هېواد میکسیکو د ،جون په ۱۸مه، سویلي کوریا ته د یو په مقابله کې په صفر ګول ماتې ورکړې ده او د ناک اوټ پړاو ته رسېدلی دی. د مکسیکو او سویلي کوریا ترمنځ سیالۍ کې د لوبې یوازینی ګول لوئیس رومو د ۵۰مې دقیقې په مهال ترسره کړ.
مکسیکو له دې بریا سره په پرله پسې ډول خپله دویمه بریا ترلاسه کړه. کوربه لوبډلې تر دې وړاندې د پرانستې لوبې په ترڅ کې سویلي افریقا ته هم په دوه صفر ماتې ورکړې وه.
بل لور ته کېنیډا قطر ته په یو اړخیزه لوبه کې د شپږ ګولونو په مقابله کې په صفر ماتې ورکړه. د کېنیډا لپاره جوناتن ډېوېډ پرله پسې درې ګولونه ووهل او محمد منای، سالیبا او کایل لارین یو یو ګول ترسره کړ.
په یوه بله لوبه کې سویس بوسنیا ته د څلور په مقابله کې په یو ګول ماتې ورکړې ده. د سویس لپاره یوهان منزمبي دوه ګولونه وکړل، روبین وارګاس او ګرانیټ ژاکا هم یو یو ګول وواهه. همداراز د بوسنیا یوازینی ګول محریموویچ ترسره کړ.
د سیالیو په لومړني پړاو کې د مکسیکو، کاناډا او سویس غوره لوبو د فوټبال مینه والو پام ځانته اړولی او د ناکاوټ پړاو لپاره سیالي لا پسې په زړه پورې شوې ده.
په فوټبال نړیوال جام کې د لومړي پړاو نه پس دویم د ناک اوټ پړاو وي په کوم کې چې هره لوبډله د لوبې په بایللو سره د سیالو څخه بهر کېږي.

سلمان یوسفزی