د بر سویلي وزيرستان د مکين په سيمه کې د دره محسود عوامي استازې جرګې په نوښت جوړه شوې لويه جرګه دويمې ورځې ته غځېدلې. په جرګه کې د سيمي قامي مشرانو، مخورو او د پوځي عملياتو له امله زيانمنو شويو کسانو پراخ ګډون کړی دی.
د ،جون په ۱۸مه، د جرګې په لومړۍ ورځ ګډونوالو د تېرو پوځي عملياتو پر مهال کورونو، دوکانونو او نورو شتمنيو ته د اوښتو زيانونو موضوع وڅېړله. ويناوالو وويل چې حکومت د زيانونو رسمي سروې کړې وه او اغېزمنو کسانو ته يې ټوکنونه هم ورکړي وو، خو د شاوخوا نهو کلونو له تېرېدو وروسته هم ډېرو زيانمنو شويو کورنيو ته خپلې ټاکلی شوې معاوضې نه دي ورکړل شوې.
د جرګې مشرانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د زيانمنو شويو کورنيو پاتې معاوضې دې بې له ځنډه ورکړل شي، څو د خلکو ستونزې هوارې او د هغوي اندېښنې کمې شي.
بلخوا، د جرګې د سولیز انعقاد او د ګډونوالو د خونديتوب لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي. د پوليسو د چارواکو په وينا، د بر سویلي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) ملک ارشد په ځانګړو لارښوونو د مکين تاڼې مشر هدايت محسود او پوليسو د جرګې په ځای او شاوخوا سيمو کې امنيتي تدابير ټينګ کړي دي.
د جرګې ګډونوالو هيله څرګنده کړه چې د دوي غوښتنې به تر اړوندو چارواکو ورسېږي او د زيانمنو شويو کورنيو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به عملي ګامونه پورته شي.

ظفر وزير