په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وړاندې د نظم ادارې ( پي ډي ایم ای ) وايي، چې پع تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د تیزو بارانونو، طوفاني بادونو او اسماني برېښنا له امله ۹ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

 

د پي ډي ایم ای له لوري ،د جون په ۱۸مه، خپور شوي راپور کې ویلی شوي دي چې د کورونو د چتونو او دیوالونو د نړېدو له امله ۵ سړي، ۲ ښځې او ۲ ماشومان مړه شوي دي، په داسې حال کې چې په دې پېښو کې ۷ سړي ټپیان شوي دي.

 

د پی ډي اېم ای په وینا، د بارانونو او تېزو بادونو له امله ۴ کورونو ته زیان اوښتی چې پکې ۳ کورونه په نیمایي او یو کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

 

راپور وایي دا پېښې په ډېره اسماعیل خان، بره دیر، کوهاټ او اورکزو ضلعو کې رامنځته شوې دي.

 

ادارې اړوندو ضلعي چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې اغېزمنو کورنیو ته زر تر زره مرستندویه توکي ورسوي او د مرستو بهیر چټک کړي.

پی ډي اېم ای له خلکو غوښتي دي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي، د سېلګرۍ حساسو سیمو ته له تګ څخه ځان وساتي او د حکومتي ادارو سپارښتنې په پام کې ونیسي.