د شانګلې په پوهنتون کې د نشي توکو د اغېزو په اړه په اولس کې د پوهاوي خپرولو لپاره یو ورځنی سیمینار ترسره شوی دی.
د جون په ۱۸ مه ترسره شوي سیمنیار کې د پوهنتون استادانو، زده کوونکو او کارکوونکو ګډون کړی و چې پکې پوهانو د نشي توکو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه خبرې وکړې.
د سیمینار مشر میلمه او د شانګلې پوهتنون وایس چانسلر ،پروفېسر ډاکټر سردار خان، ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې تعلیمي ادارې ځوانان د نشې نه د ساتنې په برخه کې مهم رول لري.
نوموړي وویل چې د دې سیمینار موخه زده کوونکي او عام اولس د نشي توکو د استعمال له خطرونو څخه خبرول دي او په نشو اخته کسان او د هغوي کورنۍ دې ته هڅول چې په خپل چاپیریال کې د نشي توکو د استعمال څخه ډډه وکړي او هغه خپل خپلوان ،چې په نشو اموخته شوي دي، په وخت یې درملنه وکړي.
په دې موقع د پوهنتون د وایس چانسلر په مشرۍ کې یو لاریون هم ترسره شو چې پکې زده کوونکو او استادانو د نشي توکو څخه د پاکې ټولنې لپاره خپل ژمنتیا څرګنده کړه.
د غونډې په پای کې د سیمینار ویناوالو او تنظیموونکو ته سندونه هم ورکړل شو.

عرفان حسین علي