د مردان پولیسو مشر (ډي پي او) مسعود احمد ویلي دي، چې ،د جون په ۱۷مه، د ښار په یوه ګوردواره کې د دوو کسانو د وژنې په قضیه کې یې مهم پرمختګ کړی او د پېښې په تړاو یې اصلي شکمن نیولی دی.

 

نوموړي ،د جون په ۱۸مه، د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې شکمن کس د ساینسي شواهدو، تخنیکي معلوماتو او مسلکي پلټنو په مرسته نیول شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، په پېښه کې وژل شوي کسان ،جگنات، او د هغه مېرمن اساونتي وو، چې د مردان د بابو محلې اوسېدونکي وو او د دوي د وژنې مقدمه د امرجیت لال په مدعیت ثبت شوې وه.

 

ډي پي او وویل چې نیول شوی شکمن شیر شاه نوميږي او د امازوګړۍ سیمي اصلي اوسېدونکی دی، چې اوس په ایران آباد کې مېشت دی.

 

هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) او نورو اړوندو ادارو د ګډې پلټنیزې کمېټۍ په څېړنو کې داسې کوم ثبوت نه دی موندل شوی چې شکمن دې له کومې ناقانونه وسلوالې ډلې، ترهګرې شبکې یا منظمې ډلې سره تړاو ولري.

 

د پولیسو مشر وویل، چې شکمن د لومړنیو پوښتنو ګروېږنو پر مهال د پېښې په اړه خپل دریځ وړاندې کړی، خو پولیس د هغه د څرګندونو او د کیس د نورو اړخونو جاج اخلي او پلټنې لا هم روانې دي، څو د پېښې اصلي انګېزې او لاملونه په بشپړ ډول روښانه شي.

 

نوموړي وویل چې د شکمن بیان د پلټنو برخه ګرځول شوی او د ترلاسه شویو شواهدو او معلوماتو په رڼا کې به نورې قانوني چارې هم مخ ته وړل کېږي.