د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۲۰۲۶-۲۷م مالي کال د بجټ غونډه به سبا، د جون په ۱۹مه، د جمعې په ورځ پېلېږي. د اسمبلۍ سېکرټرېټ د کلني بجټ او د ۲۰۲۵-۲۶م مالي کال د ضمني بجټ لپاره رسمي مهالوېش جاري کړی دی.
د اسمبلۍ د سېکرټرېټ لمخې، د جمعې په ورځ د ماسپښين په دوو بجو جوړېدونکې غونډه کې به د صوبې د خزانې وزير د ۲۰۲۶-۲۷م مالي کال کلنی بجټ وړاندې کړي. له دې سره به ماليه قانون (فنانس بل) او د روان مالي کال ضمني بجټ هم د اسمبلۍ مخې ته کېښودل شي.
د جاري شوي مهالوېش لمخې، د جون په ۲۰مه او ۲۱مه به د اسمبلۍ غونډې نه وي. له هغې وروسته به د جون له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې د بجټ پر بېلابېلو برخو عمومي بحث روان وي.
د عاشورا د رخصتیو له امله به د جون په ۲۵مه او ۲۶مه هم د اسمبلۍ غونډې نه کېږي.
د بجټ غونډو په دويم پړاو کې به د جون په ۲۷مه د بجټ عمومي بحث بشپړ شي او د کلني بجټ د لګښتونو او غوښتنو پر سر به رايه اچونه وشي.
د جون په ۲۸مه به د بوديجي د لګښتونو غوښتنې او ماليه قانون منظورېږي او د مجاز لګښتونو رسمي مهالوېش ته به هم توثيق ورکول کېږي.
همداراز د جون په ۲۹مه به د ۲۰۲۵-۲۶م مالي کال د ضمني بجټ په اړه عمومي بحث کېږي، او د جون په ۳۰مه به د ضمني بجټ پر لګښتونو رايه اچونه او د مجاز لګښتونو د مهالوېش توثيق ترسره کېږي، چې ورسره به د خېبر پښتونخوا د بجټ ټول پارلماني پړاوونه بشپړ شي.

خانزیب محسود