د خیبرپښتونخوا د لوړو زده کړو صوبايي وزير ،مينا خان اپريدي، د صوبې په کچه د پوهنتونونو د درجه بندۍ اعلان کړی دی.

 

نن ،د جون په ۱۸مه، په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال نوموړي وويل چې د پوهنتونونو درجه بندي د ۱۲ انډيکېټرونو او ۴۵ بفرعي انډيکېټرونو پر بنياد ترسره شوې او په راتلونکي کې به پوهنتونونو ته د کارکردګۍ له مخې ځانګړې مرستې ورکول کېږي.

 

د اعلان شويو پايلو له مخې په عمومي درجه بندۍ کې انسټيټيوټ آف مېنجمنټ ساينسز لومړی، هزاره پوهنتون دويم او پاک اسټريا فاخ هوخ شوله هري پور درېیم مقام خپل کړی دی. د جنرل پوهنتونونو په کېتګړۍ کې هم انسټيټيوټ آف مېنجمنټ ساينسز لومړی، هزاره پوهنتون دويم او ملاکنډ پوهنتون درېيم ځای خپل کړی دی.

 

د تخنيکي پوهنتونونو په کېټګرۍ کې د انجنيرنګ او ټکالوجۍ پوهنتون پېښور لومړی، خیبر مېډيکل پوهنتون دويم او زرعي پوهنتون پېښور درېيم مقام ګټلی دی.

 

د ۲۰۱۱ کال وروسته جوړو شويو پوهنتونونو لپاره د ايمرجنګ پوهنتونونو په کېتګرۍ کې پاک اسټريا فاخ هوخ شوله هري پور لومړی، شهداى ارمي پبلک سکول پوهنتون اف ټيکنالوجي نوښار دويم او هري پور پوهنتون درېيم مقام ترلاسه کړی دی.

 

د ځانګړي پوهنتونونو په درجه بندۍ کې غلام اسحاق خان انسټيټيوټ لومړی، سيکاس پوهنتون آف انفارمېشن ټيکنالوجي اېنډ ايمرجنګ ساينسز دويم او قرطبه پوهنتون آف ساينس اېنډ انفارمېشن ټيکنالوجي ډيره اسماعيل خان درېيم مقام خپل کړی دی.

 

خبري غونډي ته مينا خان اپرېدي وويل چې په خېبرپښتونخوا کې به د پوهنتونونو درجه بندي هر کال ترسره کېږي او د راتلونکي مالي کال په بوديجه کې به د زده کوونکو لپاره نورې اسانتياوې او امتيازات هم شامل کړل شي.