د بنو په بېلابېلو سيمو کې د هدفي وژنې او تښتونې د پرله پسې پېښو له امله د سيمي اوسېدونکو اندېښنه څرګنده کړې ده، په داسې حال کې چې پوليس وايي د پېښو د پلټنو او د تورنو کسانو د نيولو لپاره هڅې روانې دي.
د پوليسو د معلوماتو لمخې، د ميريان تاڼې په حدودو کې د لېړه پل پر سړک ناڅرګنده وسلوالو پر موټرسايکل سپرو دوو کسانو ډزې کړې دي. په دې پېښه کې سجاد خان، چې د ريجنل ټرانسپورټ اتهارټۍ کارکوونکی و، په ځای وژل شوی، خو د هغه ملګری ابراهيم خان روغ پاتې شوی دی.
پوليس وايي، بريد کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي دي. د وژل شوي کس مړی د قانوني کارروايۍ لپاره د بنو ضلعي روغتون ته لېږدول شوی او د مقدمې له درج کېدو وروسته پلټنې پېل شوې دي.
بلخوا، د بنو په بېلابېلو سيمو کې د تښتونې درې جلا پېښې هم راپور شوې دي. پوليسو ويلي چې د زونډه غېبي سيمي اوسېدونکی ګل نجيب خان، د ممبټي بارکزو ځوان حسين او د نورړ سيمي اوسېدونکی فياض ناڅرګنده وسلوالو له ځان سره بېولي دي.
د پوليسو په وينا، د دغو پېښو د علتونو په اړه لا کره معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو د تښتول شویو د خوندي راخوشي کولو لپاره د لټون او استخباراتي عملياتو لړۍ روانه ده.
په همدې حال کې د بنو پرېس کلب يو پلاوي د نوي ټاکل شوي ډيي آيي جي بنو ،ربنواز خان، سره ليدلي او د ښار د ترافيکي ستونزو، د پوليس لاين سړک د بندښت او د زده کوونکو د ستونزو په اړه يې خبرې کړې دي.
ډيي آيي جي بنو ويلي چې د امنيت د ټينګښت او د ولسي ستونزو د هواري لپاره به عملي ګامونه پورته کېږي. نوموړي زياته کړې، چې د سيف سټي پروژې له بشپړېدو وروسته به د امنيتي څارنې او ترافيکي نظم په ښه کولو کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.
په يو بل پرمختګ کې د بنو پوليسو د نشي توکو پر ضد عملياتو کې يو مبينه نشي توکي پلورونکی له ټپي کېدو وروسته نيولی دی. پوليس وايي له نيول شوي کس څخه يې آيس، چرس او وسله ترلاسه کړې ده.
همداراز د قامي اسمبلۍ پخواني مرستيال سپيکر ،زاهد اکرم خان دراني، ويلي دي چې د بنو د ګاز د کم فشار د ستونزې د حل لپاره د سوی ناردرن ګاز ادارې د ټي بي اېس مرکز د جوړولو منظوري ورکړې ده. د هغه په وينا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د بنو په ګڼو سيمو کې د ګاز رسونه ښه شي او د ولس اوږدمهاله ستونزه به تر يوه بريده هواره شي.

صفدر داوړ