د بنو ضلعې د بکاخېل تحصيل په تختي خېل سيمه کې د يوې کورنۍ د پنځو کم عمره ماشومانو له پراسرارو مړينو وروسته ضلعي انتظاميې او د روغتيا محکمې د پېښې د هر اړخيزو پلټنو لپاره ځانګړی طبي بورډ جوړ کړی دی.
د بنو ډپټي کمشنر محمد فهيم په لارښونه د ضلعې د روغتيا مشر ،ډاکټر ظفر اقبال وزير، د سينئر ډاکټرانو يوه ډله ټاکلې ده، چې پکې ډاکټر محمد عارف، ډاکټر عطاءالله، ډاکټر محمد ياسين او ډاکټر محمد مهريار خان شامل دي. ټاکل شوی بورډ به د اغېزمنې کورنۍ روغتيايي حالت، د استوګنې چاپېريال او نور ممکنه عوامل وڅېړي او خپل تفصيلي راپور به وړاندې کړي.
د روغتيا او خوراک محکمې ګډې ډلې د ،ملک مامون خان، په مشرۍ د پېښې سيمه ليدلې او د کور دننه د خوړو، اوبو او نورو استعمالېدونکو شيانو نمونې يې راټولې کړې دي. چارواکي وايي د ماشومانو او د کورنۍ د ځينو نورو غړو د وينې نمونې هم د لابراتواري معایناتو لپاره لېږدول شوې دي.
د سرچينو په وينا، د اغېزمنو ماشومانو په ډله کې عبدالله، سالار، معصوم، ابوبکر، قاسم، مهران او مروه شامل دي. تر اوسه د پنځو ماشومانو د مړينې خبرونه ورکړل شوي، دوه نور ماشومان تر درملنې لاندې دي او يو ماشوم له درملنې وروسته بېرته روغ شوی دی.
ځينو ډاکټرانو ويلي دي چې په ماشومانو کې راڅرګندې شوې نښې نښانې د حشره وژونکو زهريلو دواګانو د اغېزو سره ورته والی لري، خو ټينګار کوي چې وروستۍ پرېکړه به د لابراتواري او فرانزک ازموينو له بشپړېدو وروسته وشي.
بل لور ته، په سيمه کې ځيني خلک دغه پېښه له روحاني او غيرساینسي لاملونو سره تړي، خو طبي کارپوهانو دغه دعوې رد کړې او ويلي يې دي چې د مړينو د علت معلومولو يوازينۍ لار ساینسي پلټنې او طبي معاینات دي.
چارواکو د کورنۍ غړو ته سپارښتنه کړې ده، چې د ازموينو تر پايلو پورې دې په کور کې موجود خوراکي توکي نه کاروي، جامې دې وخت په وخت بدلوي او تر ممکنه حده دې له کور څخه بل خوندي ځای ته کډه شي.

شال نیوز