د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې اورکزو کې د قبر د کیندلو پر مهال د اسماني برېښنا لګېدو له امله درې کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

 

د اورکزو ضلعې د پولیسو مشر (ډي پي او) ،شوکت علي، د وينا لمخې، پېښه ،د جون په ۱۸مه، د کلایا تاڼې په حدودو کې د مېروبک په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې ځايي اوسېدونکو د يو مړي د ښخولو لپاره قبر کېنده.

نوموړي وويل، چې د قبر د کیندلو پر مهال ناڅاپه اسماني برېښنا پرې ولګېده چې له امله يې درې کسان په ځای مړه او څلور نور ژوبل شول.

 

د پوليسو په وينا، ژوبل کسان او د مړو جسدونه سمدستي د کلایا تحصیل هېډکوارټر روغتون ته ولېږدول شول. روغتيايي چارواکي وايي، ژوبلو ته طبي مرستې ورکول کېږي.

 

پوليسو وایي، چې د پېښې په اړه نور معلومات راټولېږي، او د مړو او ژوبلو کسانو د پېژندنې بهیر هم روان دی.

 

په اورکزو او د خېبر پښتونخوا په نورو غرنیو سيمو کې په وروستيو ورځو کې د بارانونو او تندرونو لړۍ روانه ده، او چارواکي له خلکو غواړي چې د خرابې هوا پر مهال له پرانیستو ځايونو او لوړو سیمو څخه ډډه وکړي.