د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د نوي هجري کال د پېل په مناسبت د خانې کعبې د غلاف (کسوې) بدلولو کلني مراسم ترسره شول. دغه ځانګړي مذهبي مراسم د محرم الحرام د لومړۍ نېټې په لومړیو ساعتونو کې د مسجد الحرام او د حرمین شریفین د چارو د ادارې د مسؤلینو او تخنیکي کارکوونکو په ګډون ترسره شول.

 

د سعودي چارواکو په وینا، د کعبې شریفې نوی غلاف له شاوخوا ۸۵۰ کیلوګرامه خالص تور ورېښمو څخه جوړ شوی او د قران کریم د مبارکو آیتونو د لیکلو او ګنډلو لپاره پکې ۱۲۰ کیلوګرامه د سرو زرو او ۱۰۰ کیلوګرامه د سپینو زرو تارونه کارول شوي دي.

 

د کعبې غلاف له څلورو جلا برخو او یوې ځانګړې پردې څخه جوړ دی چې د کعبې شریفې پر دروازه ځوړندېږي. د غلاف د بدلولو بهیر هر کال د ځانګړو تخنیکي اصولو له مخې ترسره کېږي او لسګونه ماهر کارکوونکي پکې برخه اخلي.

 

د کعبې د غلاف بدلول د اسلامي نړۍ له پخوانیو مذهبي دودونو څخه ګڼل کېږي. په تاریخي توګه د کعبې غلاف په بېلابېلو اسلامي هېوادونو کې جوړېده، خو له څو لسیزو راهیسي د مکې مکرمې د «ملک عبدالعزیز د کسوې کمپلکس» په ځانګړو کارخانو کې اوبدل او چمتو کېږي.

 

تر تعویض وروسته پخوانی غلاف ښکته کېږي، په ځانګړو ټوټو وېشل کېږي او د اسلامي نړۍ ځینو موزیمونو، علمي او مذهبي ادارو او یو شمېر رسمي مېلمنو ته د یادګاري ډالۍ په توګه ورکول کېږي.

 

د خانې کعبې د غلاف د بدلولو مراسم هر کال د نړۍ د میلیونونو مسلمانانو پام ځانته را اړوي او د نوي هجري کال د پېل له مهمو مذهبي مراسمو څخه ګڼل کېږي.