د خيبر ضلعې په لنډي کوتل کې د ضلعې پرېس کلب په ودانۍ (زېور بلډنګ) کې د خبريال خليل جبران اپريدي د شهادت دويمه کليزه په ساده او درناوي ډک ډول ونمانځل شوه.
په دې مناسبت جوړې شوې غونډه کې خبريالانو، سياسي او ټولنيزو فعالانو او د سيمي مشرانو ګډون کړی و. ګډونوالو د خليل جبران اپريدي د مغفرت لپاره ګډه دعا وکړه او د هغه د سيمه ييزو خدمتونو او مسلکي خبريالۍ ستاينه يې وکړه.
ويناوالو وويل چې خليل جبران اپريدی د خيبر د ولس د ستونزو او حقايقو د را برسېره کولو لپاره مهم رول لوبولی و او د هغه قرباني به تل ياده ساتلی کېږي.
خليل جبران اپريدی د ۲۰۲۴م کال د جون په ۱۸مه د خيبر په مزرينه سلطان خېل سيمه کې د ناڅرګنده وسلوالو له خوا په ډزو وژلی شوی و. د ځايي سرچينو په وينا، پر هغه ۱۹ ډزې شوې وې او د اختر دويمه ورځ ماښام مهال وژل شوی و.
د هغه تر وژل کېدو وروسته په ټوله سيمه کې د غم فضا خپره شوې وه او ځايي اوسېدونکو او خبريالانو د انصاف غوښتنې لپاره د خيبر تکیه په سيمه کې له يوې مياشتې څخه زيات احتجاجي پرلت هم کړی و.
ګډونوالو يو ځل بيا له اړوندو ادارو وغوښتل چې د خليل جبران اپريدي د وژنې پېښه دې په بشپړه توګه وڅېړل شي او د دې پېښې مسوول کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

صفدر داوړ