د ۲۰۲۶م کال د فیفا نړیوال جام د «اېل» ګروپ په لومړۍ لوبه کې انګلېنډ کروشیا ته د ۲ ګولونو په مقابله کې په ۴ ګولونو ماتې ورکړه.
د لوبې په ۱۲مه دقیقه کې د انګلېنډ لوبډلمشر یا کپتان هاري کېن د پنالټۍ له لارې لومړی ګول وکړ او خپله لوبډله یې مخکې کړه. خو د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې د کروشیا مارټین باتورینا ګول وکړ او لوبه یې یو ـ یو مساوي کړه.
هاري کېن د لومړي هاف په ۴۲مه دقیقه کې خپل دویم ګول هم ترسره کړ او انګلېنډ ته یې یو ځل بیا برتري ورکړه. خو د لومړي هاف له پای ته رسېدو وړاندې پیټر موسا د کروشیا لپاره ګول وکړ او لوبه یې ۲ ـ ۲ مساوي کړه.
د دویم هاف له پېل سره سم، جوډ بېلینګهم د لوبې په ۴۷مه دقیقه کې د انګلېنډ درېیم ګول ترسره کړ او خپله لوبډله یې بیا مخکې کړه. انګلېنډ په پاتې وخت کې هم غوره لوبه وکړه او مارکوس راشفورډ د لوبې په ۸۵مه دقیقه کې څلورم ګول وواهه.
لوبه د ۲ پر وړاندې د ۴ ګولونو په پایله د انګلېنډ په بریا پای ته ورسېده. له دې بریا سره انګلېنډ د نړیوال جام په ګروپي پړاو کې خپل سفر په بریالۍ توګه پېل کړ، او هاري کېن د دوو ګولونو په وهلو د لوبې غوره لوبغاړی وګرځېد.

سلمان یوسفزی