د بنو پوليسو ويلي دي، چې د ډي پي او ،ياسر اپریدي، په لارښوونه د جرمونو پر ضد د روانو عملياتو په ترڅ کې د منډان تاڼې پوليسو د ګزمې او ناکه بندۍ پر مهال د وسلو نندارې او هوايي ډزو کې ککړ کسان نيولي دي.

 

د پوليسو د معلوماتو لمخې، د عملياتو پر مهال يو کلاشنکوف، يو اېم فور رايـفل او پنځه تومانچې ترلاسه شوې او د پوليسو ولکې ته سپارل شوې دي. پوليس وايي، د نيول شويو کسانو پر ضد جلا جلا مقدمې ثبت شوې دي او پلټنې ترې روانې دي.

 

د بنو پوليسو په وينا، د ولس د سر او مال د خونديتوب او د تلپاتې امن د ټينګښت لپاره به د قانون ماتونکو پر ضد بې‌ توپيره عمليات دوام ولري.