د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په مرسي خېلو سیمه کې ناڅرګنده وسلوالو د ضلعي انتظامیې یو کارکوونکی په ډزو وژلی دی. ځايي سرچینې وايي، چې د جون په ۱۷مه ماښام شاوخوا پنځه بجې، ناڅرګنده بریدګرو د مرسي خېلو نورک په سیمه کې د سغلونې اوسېدونکی، واجدالله د پشام خان زوې، په ډزو وواژه.
د سرچینو په وینا، واجدالله د شمالي وزیرستان په ضلعي انتظامیه کې د ډرایور په توګه دنده ترسره کوله. ویل کېږي، هغه له سرکاري دندې تر بشپړولو وروسته خپل کلي ته روان و، چې په لاره کې پرې برید وشو.
ځايي خلک وایي، چې وژل شوی واجدالله د شمالي وزیرستان د مشهور قامي مشر ملک ریمال وراره و. د سرچینو په خبره، له دې وړاندې ملک ریمال هم د ناڅرګنده کسانو له خوا وژل شوی و او تر هغه مخکې یې زوې هم په هدفي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د سیمي د خلکو په وینا، واجدالله د همدې کورنۍ درېیم غړی دی چې په ورته پېښو کې وژل کېږي. له پېښې وروسته امنیتي او قانون پلي کوونکو ادارو سیمه کلابنده کړې او د برید د څرنګوالي او عاملینو د موندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی، او چارواکو هم د پېښې په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

صفدر داوړ