د هند د فلمي نړۍ هغه غږ چې د ۱۹۷۰ او ۸۰ په لسیزو کې یې په کروړونو زړونه ګټلي وو، نن په ممبۍ کې د تل لپاره خاموشه شو. د آشا بهوسلې کورنۍ تایید کړې ده چې هغه د ۹۲ کالو په عمر کې مړه شوې ده.
د ممبۍ په برېچ کینډي روغتون کښې آشا بهوسلې تر درملنې لاندې وه. ډاکټرانو ویلي چې هغه د سختې ستړیا او د سینې د ناروغۍ له وجې په روغتون کښې داخله وه، خو نن د یکشنبې په ورځ یې ساه ورکړه.
د هنر یو لوی باب بند شو
د آشا بهوسلې زوی، آنند بهوسلې خبریالانو ته وویل: "زما مور نن وفات شوه. د وروستیو مراسمو اداینه به سبا د ممبۍ په شیواجي میدان کې کیږي."
آشا بهوسلې په خپل اویا کلن هنري سفر کې له ۱۲ زرو نه زیاتې سندرې په بیلابیلو ژبو کې ویلې دي. هغې ته د موسیقۍ په نړۍ کې د غوره خدمتونو په بدل کې دوه ځله د نړیوالو جایزو لپاره هم نوماندي مېلاو شوې وه.
د آشا بهوسلې ځینې مشهورې سندرې
د هغې په زرګونو سندرو کې داسې کلامونه شته چې نن هم د خلکو په ژبه دي:
چرا لیا هی تمني جو دل کو: دا د ۱۹۷۳ کال د "یادون کی بارات" فلم سندره ده چې تر ننه د مینې د نغمې په توګه پیژندل کیږي.
دم مارو دم: په ۱۹۷۱ کال کې د "هري راما هري کرشنا" فلم دې سندرې آشا بهوسلې ته په فلمي نړۍ کې یو ځانګړی مقام ورکړو.
پیا تو اب تو آجا: د "کاروان" فلم دا سندره چې په کې "مونیکا، او زما ګرانې" ویل کیږي، د هغې د غږ د جادو یوه لویه نمونه ده.
ان آنکهون کی مستي: د "امراؤ جان" فلم دا غزل د هغې د کلاسیکي موسیقۍ د مهارت ثبوت دی.
یه میرا دل پیار کا دیوانه: د "ډان" فلم دا مشهوره سندره د هغې د شوخ غږ نښه ګڼل کیږي.
رنګیلا رې: په ۹۰مه لسیزه کې دې سندرې یو ځل بیا ثابته کړه چې د آشا غږ د هرې زمانې سره سمونخوري او د فلمونو روح دی.
د وزیراعظم خواخوږي
د هند وزیراعظم نریندر مودي د آشا بهوسلې په مړینه ډېره زیاته خواشیني ښودلې ده. مودي په خپل یو بیان کې ویلي چې دا د هند د کلتور او موسیقۍ لپاره یوه لویه ضایعه ده.
آشا بهوسلې یوازې یوه سندرغاړې نه وه، بلکې هغې د خپل غږ په جادو په سینما کې یو داسې ځای جوړ کړی و چې تر پېړیو به یاد ساتل کیږي.

شال نیوز