د اسلامي جمعیت طلبه اسلامیه کالج پوهنتون ناظم ،افتاب افریدي، په پېښور پریس کلب کې خبري غونډې ته ویلي دي، چې په اسلامیه کالج پوهنتون کې د زده کوونکو د ځان وژنې وروستۍ پېښه د اندېښنې وړ ده او حکومت باید د دې او ورته نورو پېښو جدي پلټنې وکړي.
هغه وویل چې په اسلامیه کالج کې د ځان وژنې دا څلورمه پېښه ده او هر کال یو نه یو زده کوونکی خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د تېرو پېښو د علتونو په اړه تر اوسه کومې واضحه پلټنې نه دي شوي.
آفتاب افریدي د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سهیل اپریدي او پولیسو د مشر نه وغوښتل چې د دغو پېښو نوټس واخلي او د مخنیوي لپاره دې ځانګړې کمیټه جوړې کړي. د هغه په وینا د فیسونو زیاتوالی او په زده کوونکو مالي فشارونه د هغوي پر ذهني روغتیا منفي اغېز کوي.
نوموړي ادعا وکړه چې د فیسونو د نه ورکړې په صورت کې زده کوونکي ځورول کېږي، د امتحانونو ورکولو نه محرومېږي او ځیني وختونه د امتحاني مرکزونو هم ایستل کېږي. هغه زیاته کړه چې د سمسټر فیس تر اووه زره روپیو رسېدلی او له فیسونو سربېره د جرمانو په نوم هم له زده کوونکو اضافي پیسې اخیستل کېږي.
د اسلامي جمعیت طلبه ناظم وویل چې د پوهنتون د هاسټلونو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی، د هاسټل فیسونه زیات شوي دي او ځیني زده کوونکي د خوراکي فیس د نه ورکړې له امله له ستونزو سره مخ دي.
آفتاب افریدي دا ادعا هم وکړه چې په پوهنتون کې د نشه يي توکو استعمال زیات شوی دی او اړوندې ادارې باید د دې ستونزې د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. هغه د خیبر پښتونخوا د اعلا تعلیم د وزیر مینا خان نه غوښتنه کړې چې د یادو ستونزو نوټس واخلي او د حل لپاره دې اقدامات وکړي.
د اسلامي جمیعت طلبه د ادعاو په اړه د اسلامیه کالج پوهنتون ادارې دریځ تر اوسه نه دی ترلاسه شوی۔

سلمان یوسفزی