د پاکستان وتلی خبریال، لیکوال او سیاسي شنونکی ښاغلی ،شمیم شاهد، د مشال میډیا نیټورک او د هغې د پښتو خبري څانګې ،شال نیوز، د ادارتي بورډ غړی شوی دی.
ښاغلی شمیم شاهد له څلورو لسیزو څخه د زیاتې مودې راهیسي د ژورنالېزم په ډګر کې فعال دی او د خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو، افغانستان او سیمه ییزو چارو له مخکښو خبریالانو او شنونکو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي د خپل مسلکي ژوند پر مهال د سیمي د مهمو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو بدلونونو په اړه پراخ او مستند راپورونه او شننې وړاندې کړې دي.
د مشال میډیا نیټورک د ادارې په وینا، د ښاغلي شمیم شاهد ګډون به د شال نیوز د ادارتي پالیسۍ، مسلکي معیارونو او څېړنیز ژورنالېزم په لا پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د مشال میډیا نیټورک مشر او د شال نیوز ایډیټر اِن چیف، مجید بابر، ویلي دي چې د ښاغلي شمیم شاهد پراخه تجربه، ژوره پوهه او مسلکي اعتبار به د ادارې د پرمختګ او د خبریالۍ د لوړو معیارونو د ساتلو لپاره ارزښتناکه مرسته وي.
ښاغلي شمیم شاهد ویلي، چې شال نیوز د ولسي ستونزو، حقایقو او د بې غږه خلکو د غږ رسولو لپاره یو مهم رسنیز نوښت دی او هغه به خپله اوږده تجربه د ادارې د مسلکي ودې او پیاوړتیا لپاره وکاروي.
مشال میډیا نیټورک، چې مرکزي دفتر یې په نیویارک، متحده ایالاتو کې دی، د شال نیوز له لارې د پاکستان، افغانستان او د نړۍ د پښتنو سیمو خبرونه، راپورونه او شننې خپروي او د خپلواک، متوازن او مسلکي ژورنالېزم د ودې لپاره کار کوي.

شال نیوز