د کوز سویلي وزیرستان د واڼا په ثمرباغ کلي کې ،د جون په ۱۷مه، د ملک قطب وزیر د ښوونځي ودانۍ د یوې مبینه ډرون حملې له امله ویجاړه شوې ده.
ځايي سرچیني وایي، چې د برید له امله د ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې ده. د سیمي خلکو شال نیوز ته ویلي دي، چې یاد ځای په مبینه توګه د وسلوالو له خوا کارول کېده، خو ،د راپورونو لمخې، له پېښې لږ وخت وړاندې هلته موجود کسان له سیمي وتلي وو.
د سیمي اوسېدونکي وایي، یوه بله چاودنه هم د دوکانونو په شاوخوا کې شوې ده چې له امله یې نږدې ودانیو ته زیان رسېدلی دی. ځیني سرچیني د سامانونو د زیانمنېدو خبر هم ورکوي، خو د دې ادعاوو خپلواکه تایید نه دی شوی.
تر اوسه د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی او نه هم امنیتي ادارو د پېښې په اړه رسمي دریځ څرګند کړی دی.
د سیمي اوسېدونکي وایي چې په ثمرباغ کلي کې له وړاندې د وېرې او ناامنۍ فضا موجوده ده او د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی. د دوي په وینا، د حکومتي او انتظامي ادارو محدود حضور د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
ځايي خلکو له حکومتي چارواکو او امنیتي ادارو غوښتي دي، چې په سیمه کې دې د ادارو فعالیتونه بېرته فعال او د خلکو د امنیت لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
شال نیوز په خپلواکه توګه د دغو راپورونو کره والی نه دی تایید کړی.

ظفر وزير