د خېبرپښتونخوا په مردان کې ،د جون په ۱۷مه، د سکهانو په عبادت ځای (ګوردواره) کې د ډزو په پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

 

د پولیسو د معلوماتو لمخې، پېښه د خواجه ګنج بازار د بابو محلې په ګوردواره کې رامنځته شوې او د وژل شوو پېژندنه د ګوردوارې د ۷۰ کلن ساتونکي جګنات او د هغه د مېرمنې په توګه شوې ده.

 

د پېښې له رامنځته کېدو سره سم پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پېل کړې دي. د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې د وژل شویو کسانو مړي د قانوني کارروایۍ لپاره د مردان ډي اېچ کیو روغتون ته لېږدولي دي.

 

پولیس وایي د برید کوونکو د پېژندنې او د پېښې د لاملونو معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.