د کوز سویلي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د هغو مطلوبو وسلوالو کورونه نړولي دي، چې د چارواکو په وینا د هدفي وژنو، باج اخېستنې او نورو جرمونو په پېښو کې مطلوب وو.
پولیسو سرچینو ویلي دي، چې په نړول شویو کورونو کې د فاتح او زرقاوي په نوم د دوو مطلوبو کسانو کورونه شامل دي. د امنیتي سرچینو په خبره، یاد کسان په بېلابېلو مقدمو کې امنیتي ادارو ته مطلوب وو او د ملکي وګړو د وژنې او نورو وسلوالو فعالیتونو تورونه پرې لګېدلي دي.
سرچیني زیاتوي چې په سیمه کې د امن او قانون د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري او د وسلوالو پر ضد یې اقدامات نور هم چټک کړي دي. د عملیاتو پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، څو د هر ډول ناوړه پېښې مخه ونیول شي.
ځايي اوسېدونکو په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت او د ناامنۍ د پېښو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو اقداماتو د دوام غوښتنه کړې ده.
امنیتي ادارو له ولسه غوښتي دي چې د مشکوکو فعالیتونو او کسانو په اړه معلومات له قانون پلي کوونکو ادارو سره شریک کړي، څو په سیمه کې د امن او ثبات د ټینګښت هڅې لا پیاوړې شي.
شال نیوز په خپلواکه توګه د پولیسو او امنیتي سرچینو دا ادعاوې نه دي تایید کړې.

ظفر وزير