د ملاکنډ ضلعې د بټخېلې ښار او شاوخوا سیمو زرګونه اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي، ځکه چې د سوات د بریکوټ په سیمه کې د ګرېوېټي واټر سپلای سکیم د مرکزي پایپ لاین د ماتېدو له امله بټخېلې ته د اوبو رسونه له تېرو ۱۸ ورځو راهیسي بنده ده.
د سیمي اوسېدونکي وایي، چې د سختې ګرمۍ په دې موسم کې د اوبو نشتوالي د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او ګڼې کورنۍ د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره لرې سیمو ته ځي.
د بټخېلې یو اوسېدونکي ،محمد اسلم شال نیوز ته وویل، چې د اوبو د له اوږدې مودې بندېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ښځې او ماشومان اړ دي چې د اوبو راوړلو لپاره لرې مزل وکړي. نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل چې ستونزه زر تر زره هواره کړي.
یو بل اوسېدونکي شاهد خان وویل، چې هره کورنۍ د اوبو ټېنکر اخیستو وس نه لري او د اوبو کمښت ورځ تر بلې د خلکو ستونزې زیاتوي.
د پبلک هېلت انجینرنګ څانګې یو کارکوونکي شهزاد ویلي، چې د بریکوټ په سیمه کې د مات شوي پایپ لاین د رغولو چارې روانې دي. د هغه په وینا، تخنیکي ټیمونه د پایپ لاین د بېرته فعالولو لپاره شپه او ورځ کار کوي او تمه ده چې د اوبو رسونه به ډېره زر بېرته بحاله شي.
د بټخېلې ګرېوېټي واټر سپلای سکیم د خېبر پښتونخوا د حکومت له مهمو پروژو څخه ده، چې د سوات له سینده د طبیعي ځوړ په مرسته بټخېلې او شاوخوا سیمو ته اوبه رسوي.
ځايي خلکو له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده چې د اوبو رسونه دې زر تر زره بحاله کړي او د پروژې د ساتنې او څارنې لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو په راتلونکي کې د ورته ستونزو مخه ونیول شي.

محمد انس