د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې (سي ټي ډي) ادعا کړې ده چې د چارسدې په شبقدر سیمه کې يې ،د جون په ۱۶مه، د شپې د استخباراتي معلوماتو په بنياد عمليات ترسره کړي دي، چې په نتيجه کې يې درې مطلوب وسلوال وژل شوي دي.

 

د سي ټي ډي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د مردان سي ټي ډي ته معلومات ترلاسه شوي وو چې د وسلوالو یوه ډله د مومندو ضلعې څخه چارسدې ته د تخریبي فعالیتونو په موخه داخلېږي. د معلوماتو ترلاسه کېدو وروسته په شبقدر کې د شمکنو کسانو د نیولو لپاره ځانګړې ډلې وګومارل شوې.

 

خبرپاڼه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د وسلوالو د درولو هڅه وکړه، خو هغوي د تسلیمېدو پر ځای پر ځواکونو ډزې پېل کړې، چې له امله یې نښته رامنځته شوه.

 

د سي ټي ډي په وینا، د لټون عملیاتو پر مهال درې وسلوال وژل شوي وموندل شول. وژل شوي کسانو کې حیات خان چې په حیات الله هم پېژندل کېږي، عاصم او امین الله چې په معاویه هم پېژندل کېږي، شامل دي.

 

سي ټي ډي ادعا کړې ده چې وژل شوي کسان د ترهګرۍ او هدفي وژنو په ګڼو قضیو کې مطلوب وو. د ادارې په وینا حیات خان د مولانا عزت الله د هدفي وژنې په قضیه کې مطلوب و او عاصم په خېبر ضلع کې پر پولیسو او مذهبي مشرانو د بریدونو په پېښو کې ککړ و.

 

د عملیاتو پر مهال له سیمي څخه درې کلاشینکوفونه، میګزینونه او لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.

 

سي ټي ډي ویلي دي چې د تښتېدلو نورو شکمنو کسانو د نیولو لپاره یې د ضلعې پولیسو په همکارۍ ګډ لټونیزعملیات پېل کړي دي.

 

د سي ټي ډي د ادعاو په اړه تر اوسه د کومې وسلوالې ډلې لخوا غبرګون یا دریځ مخې ته ندې راغلی.