د فیفا نړیوال جام په سیالیو کې د ناروې لوبډلې عراق ته د ۱ ګول په مقابله کې په ۴ ګولونو ماتې ورکړه. د بوسټن په لوبغالي کې ترسره شوې دغه سیالي له پېل څخه تر پایه په زړه پورې او له سنسنیزو شیبو ډکه وه.

 

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د ناروېی نومیالي لوبغاړي ،ارلینګ هالنډ، د خپلې لوبډلې لپاره لومړی ګول ترسره کړ او ناروې ته یې برتري ورکړه.

 

له دې ګول لس دقیقې وروسته د عراق لوبغاړي ،ایمن حسین، په ګول کولو سره لوبه مساوي کړه او د خپلې لوبډلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

 

د لومړۍ نیمایي له پای ته رسېدو څو دقیقې مخکې ارلېنګ هالنډ یو ځل بیا د عراق پر دفاع بریالی اټېک وکړ او دویم ګول یې ترسره کړ چې ورسره ناروې د ۲-۱ په نتیجه مخکې شوه.

 

د لوبې په ۷۶مه دقیقه کې اوستيګارډ د ناروې لپاره درېیم ګول وواهه او د عراق لپاره یې د بېرته راګرځېدو موقع نوره هم کمه کړه.

 

د لوبې په وروستیو شیبو کې د عراق لوبغاړي ایمن حسین په تېروتنه خپل ګول ته توپ ولېږه او په ځان یې خپله ګول وکړ چې له امله یې ناروی څلورم ګول هم ترلاسه کړ.

 

په دې توګه ناروې عراق ته د ۴-۱ په مقابل کې ماتې ورکړه او د سیالۍ مهمه بریا یې خپله کړه.