د لکي مروت د سرای نورنګ صرافه بازار ،د جون په ۱۷مه، د فېډرل بورډ آف رېونيو (اېف بي آر) د نوو ټېکسونو د تګلارو پر ضد په بشپړه توګه تړل شوی او صرافه ټولنې احتجاج کړی دی.
د صرافه ټولنې مشرانو ويلي دي، چې د اېف بي آر وروستيو ټېکسي قوانينو او پاليسيو واړه سوداګر او د صرافه کاروبار له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د هغوي په وينا، حکومت بايد د سوداګرو پر اوږو د اضافي مالي بار اچولو پر ځای د کاروبار د ودې او اقتصادي ثبات لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
احتجاج کوونکو د اېف بي آر د ټېکسي تګلارو پر ضد شعارونه ورکړل او غوښتنه يې وکړه چې حکومت دې د سوداګرو اندېښنې جدي وڅېړي او پر دغو قوانينو دې بيا غور وکړي.
د صرافه ټولنې استازو وويل، چې سوداګر د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري او د هغوي د ستونزو هوارول د حکومت مسؤليت دی. هغوي دړکه ورکړه چې که غوښتنو ته يې پام ونه شي، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه کړي.
د بازار د تړل کېدو له امله د سرای نورنګ صرافه بازار کې سوداګريزې هلې ځلې ځنډېدلې دي او سوداګرو د خپلو غوښتنو په ملاتړ يووالی څرګند کړی دی.

غلام اکبر مروت