د خېبرپښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، او د عوامي نېشنل ګوند مشر سینیټر ،ایمل ولي خان، ترمنځ په اسلام اباد کې لیدنه شوې ده.

دواړو مشرانو د خېبرپښتونخوا د پرمختګ، د ولسي ستونزو د هواري او د صوبې د حقونو لپاره د سیاسي ګوندونو پر ګډ او مسؤلانه کردار خبرې کړې دي.

 

د ګورنر هاوس لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په پارلېمنټ هاوس کې شوې دې لیدنه کې د پاکستان پیپلز ګوند د خېبرپښتونخوا صوبايي مشر ،محمد علي شاه باچا، او د دواړو ګوندونو یو شمېر نورو مشرانو هم ګډون درلودل.

 

په دې موقع، فیصل کریم کونډي وویل، چې په قامي اسمبلۍ، سېنېټ او صوبايي اسمبلۍ کې د خېبرپښتونخوا استازي باید د صوبې د حقونو لپاره په ګډه هڅې وکړي.

 

بلخوا د عوامي نېشنل ګوند مشرانو خېبرپښتونخوا ته د غنمو د رسد او د سي اېن جي سټېشنونو د بندېدو په ستونزه کې د ګورنر د دریځ او هڅو ستاینه وکړه.

دوي وویل چې ګورنر د صوبايي ستونزو په هواري کې فعاله ونډه اخلي او دا کردار د ستاینې وړ دی.