د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل د اعظم ورسک لانډي ډوګ سیمي اوسېدونکي ځوان ،اسعدالله وزیر، د عبدالولي خان پوهنتون مردان د مایکروبیالوجۍ (بي اېس) څلور کلن پروګرام کې لومړی مقام خپل کړی او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

 

اسعدالله وزیر، چې د بخت میر خان کړې خېل وزیر زوې دی، د خپلې خوارۍ، زده کړو ته د ژمنتیا او لوړو تعلیمي لاسته راوړنو په مټ یې دغه ستر ویاړ خپل کړی دی.

 

د سیمي خلکو، ټولنیزو فعالانو او تعلیمي حلقو د نوموړي بریا د کوز سویلي وزیرستان لپاره د ویاړ وړ بللې او ویلي یې دي چې د سیمي ځوانان د محدودو اسانتیاوو او ستونزمنو حالاتو باوجود د لوړو زده کړو په ډګر کې سترې لاسته راوړنې ترلاسه کولی شي.

 

د اسعدالله وزیر د بریا په مناسبت د سیمي مشرانو او اوسېدونکو هغه ته مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې ده چې نوموړی به په راتلونکي کې هم د خپلې علمي وړتیا له لارې د سیمي او هېواد خدمت ته دوام ورکړي او د نورو ځوانانو لپاره به د هڅونې او الهام یوه غوره بېلګه وګرځي.