د ۲۰۱۴ کال د ضرب عضب پوځي عملیاتو له امله د شمالي وزیرستان زرګونه کورنۍ بې کوره شوې او د هېواد بېلابېلو سیمو ته کډه کولو ته اړ شوې. اوس، دولس کاله وروسته، پوښتنه دا ده چې د دغو بې ځایه شویو خلکو ژوند څنګه دی؟

په دې راپور کې مو له هغو کورنیو سره خبرې کړې دي چې د عملیاتو له امله یې خپل کورونه، کاروبارونه او د ژوند نورې اسانتیاوې له لاسه ورکړې. ځیني یې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو لا هم د روزګار، تعلیم، روغتیا او بنسټیزو اسانتیاوو له ستونزو سره مخ دي.
تفصیل د صفدر په دې ځانګړې مرکه کې وګورئ.