اسلام اباد (شال نیوز): په اسلام اباد کې د امریکا او ایران د مشرانو ترمنځ ۲۱ ساعته اوږدې او مهمې خبرې وشوې خو په پای کې هیڅ پرېکړه ونه شوه۔ که څه هم دواړو لوریو په ځینو وړو خبرو د لږ پرمختګ ویلي دي، خو په غټو مسلو کې یوې فیصلې ته ونه رسېدل۔ د امریکا نایب صدر جې ډي وینس نن سهار له اسلام اباده لاړ، خو د سیمې حالات لا هم د ډاډ وړ نه دي او هر څوک د دې خبرو بل پړاو ته په تمه دي۔
د امریکا نایب صدر جې ډي وینس په خپلو وروستیو خبرو کې وویل چې بحثونه ډېر وشول، خو په دې ونه توانېدل چې په یو څه سره سلا شي۔ هغه وویل چې امریکا خپلې غوښتنې وړاندې کړې وې، خو ایران د هغوی ځینې شرطونه ونه منل۔ بل خوا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د سمندر د لارې (هرمز تنګي)، د ایټمي مسلو، د جګړې د تاوان او په ایران د لګول شوو بندیزونو په اړه لېکلي پیغامونه تبادله شوي دي۔ هغه زیاته کړه چې د ایران ګټې ورته تر هر څه مهمې دي او په دې برخه کې به د خپلو حقونو نه تېر نه شي۔
نړیوالو رسنیو هم د اسلام اباد دا خبرې څېړلې دي۔ سي این این په خپل رپوټ کې ویلي چې ایران په دې خبرو کې په قوي موقف کې دی او تهران هیڅ بیړه نه لري چې امریکا ته رعایت ورکړي۔ الجزیرې بیا ویلي چې که څه هم پوره پرېکړه نه ده شوې، خو دواړه لوري په ځینو مهمو خبرو کې یوې پوهې ته رسېدلي دي چې دا په خپله یو ښه پرمختګ دی۔ رویټرز داسې ویلي چې د ایران لخوا په سمندري لاره (هرمز تنګي) کې په کښتیو باندې د محصول لګولو غوښتنه د امریکا لپاره تر ټولو ګرانه وه۔
د بهرنیو چارو پوهان وایي چې سره له دې چې جې ډي وینس بې له کومې فیصلې لاړ، خو دا لړۍ لا ختمه نه ده۔ هغوی وایي چې امریکا غواړي په یو ډول له دې جګړې ځان وباسي، نو ځکه کېدای شي په نږدې راتلونکي کې د خبرو بل پړاو هم وشي۔ د پوهانو په وینا، د دومره غټو امریکایي مشرانو پاکستان ته راتګ ښیي چې واشنګټن غواړي جګړه ختمه کړي۔
د پاکستان نایب وزیراعظم اسحاق ډار په خپلو وروستیو خبرو کې د دواړو هېوادونو مننه وکړه چې پاکستان ته راغلل او ویې ویل چې پاکستان به د امن لپاره خپلو منځګړو هڅو ته دوام ورکوي۔ هغه هیله وښوده چې دواړه هېوادونه به د اوسني دوه اونیو اوربند خیال وساتي او په راتلونکي کې به د خبرو له لارې مسلې حل کړي۔ اوس مهال دواړه وفدونه له اسلام اباده تللي دي، خو هر څوک پوښتنه کوي چې ایا دا هڅې به د بلې لویې جګړې مخه ونیسي که نه۔

شال نیوز