د باجوړ ضلعې په ماموند سيمه کې د وروستيو عملياتو له امله د وژل شويو ۱۷ ملکي وګړو کورنيو او ۴۰ ټپيانو ته امدادي چکونه وېشل شوي دي.

 

چارواکي وايي، د چکونو د وېش دستوره په سول کالونۍ کې ترسره شوه چې پکې د صوبايي اسمبلۍ غړي ډاکټر حميد الرحمان، ډپټي کمشنر باجوړ شاهد علي، د متاثره کورنيو غړو او ضلعي چارواکو ګډون کړی و.

 

د ضلعې انتظاميې د وينا لمخې، دغه مالي مرستې د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر د اعلان او ژمنې له مخې ورکول کېږي او د متاثره کورنيو د ملاتړ لړۍ به دوام ولري.

 

چارواکو زياته کړې، چې د ځينو نورو وژل شويو او ټپيانو مقدمې لا هم تر غور لاندې دي او هغو ته به هم د ځانګړي امدادي پکېج ورکولو چارې زر بشپړې شي.

 

دستورې ته په وينا کې د صوبايي اسمبلۍ غړي ډاکټر حميد الرحمان وويل، حکومت د وژل شويو کسانو د کورنيو په غم کې ځان شريک ګڼي او د ټپيانو د روغتيا لپاره دعا کوي.

 

نوموړي وويل چې متاثره کورنۍ به يوازې نه پرېښودل کېږي او د هغوي د ستونزو د هواري او بيا رغونې لپاره به هر ممکن ګام پورته کېږي.

 

هغه زياته کړه چې صوبايي حکومت د متاثره خلکو د مرستې او بحالۍ لپاره عملي اقدامات کوي، څو هغو کورنيو ته چې د عملياتو له امله زيانمنې شوې دي، لازم ملاتړ برابر شي.

 

د یادونې وړ ده چې د باجوړ په ماموند تحصیل کې د کال ۲۰۲۵م په جولایۍ میاشت کې پراخ امنیتي عملیات ترسره شوي وو، چې پکې ،د سرکاري شمېرو لمخې، شاوخوا یو لک خلک د سیمي نه نورو ځایونو او کیمپونو ته لېږلی شوي وو. د ۲ میاشتو عملیاتو نه پس د سیمي خلک بېرته خپلو کورونو ته استول شوي وو.