د سوات د کوزې بانډې سیمي ټولنیزه فعاله ،راعنا بي بي، ادعا کوي چې درېو ناڅرګنده کسانو د هغې پر کور برید کړی او د کورنۍ څو غړي یې ټپیان کړي دي.
راعنا بي بي ،د جون په ۱۶مه، شال نیوز ته وویل چې برید کوونکي په زور د دوي کور ته ورننوتلي وو. د هغې په وینا، په دغه پېښه کې نوموړې، د هغې مېړه او ماشومان ټپیان شوي دي.
هغې وویل چې تر دې وړاندې هم یوه کس د مبینه ویډیوګانو له لارې د هغې او د هغې د لوڼو د بلیک مېل کولو هڅه کړې وه، چې هغې یې پر ضد غبرګون ښودلی و.
د راعنا بي بي په وینا، له پېښې وروسته هغه روغتون ته لېږدول شوې او دا مهال یې درملنه روانه ده. هغې له پولیسو او ضلعي انتظامیې غوښتنه کړې ده چې د هغې او د کورنۍ امنیت دې باوري کړي او د پېښې په تړاو دې ککړ کسان زر تر زره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
بل لور ته د سوات پولیسو ویلي دي چې د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي او د قضیې بېلابېل اړخونه تر څېړنې لاندې دي. د برید د انګېزې په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
ځیني سیمه ییزې سرچیني وایي چې ښیي د راعنا بي بي د خپلوانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه موجوده وي، خو ځیني نور بیا ادعا کوي چې د هغې د ټولنیزو فعالیتونو له امله پرې د فشار اچولو هڅې هم روانې وې.
پولیسو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، او شال نیوز هم په خپلواکه توګه د یادو ادعاوو پخلی نه شي کولی.

عصمت علي اخون