د بنو د پیرات کلي د ممه خېلو سیمي دوو اوسېدونکو د خپلو هغو خپلوانو څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی دی چې ،د دوي په وینا، د پولیسو له لارې ورته معلومه شوې ده چې په ریاست ضد فعالیتونو کې ښکېل دي.
په بنو پریس کلب کې ،د جون په ۱۶مه، یوې خبري غونډې ته اختر علي خان وویل، چې خپل زوې یې تر ‘ایف ای’ پورې زده کړو ته رسولی و، خو هغه له تېرو شاوخوا نهو میاشتو راهیسي ورک دی. د هغه په خبره، وروسته د پولیسو له لارې ورته معلومه شوې ده چې زوې یې په ریاست ضد فعالیتونو کې ښکېل شوی دی.
اختر علي خان وویل، چې دی یو غریب کاروباري سړی دی او د زوې له کړنو سره هېڅ ډول تړاو نه لري، ځکه یې له هغه بشپړه لاتعلقي اعلان کړې ده.
په همدې خبري غونډه کې زبیر خان وویل، چې د هغه ۱۴ کلن یتیم وراره ،عبدالله، د شاهجهان زوې، هم له تېرو شاوخوا نهو میاشتو راهیسي لادرکه دی. د هغه په وینا، د پولیسو له لارې ورته خبر رسېدلی دی چې هغه هم په ریاست ضد فعالیتونو کې ښکېل دی، نو ځکه یې له هغه هم د لاتعلقۍ اعلان کړی دی.
دواړو ویناوالو وویل چې د خپلو خپلوانو د ورکېدو سمدستي وروسته یې د هوید په تاڼه کې د هغوي د لادرکه کېدو راپورونه درج کړي وو او کورنۍ یې په پرله پسې توګه د هغوي په لټه کې وې.
د هغوي په وینا، که له پېل څخه ورته معلومه وای چې دغه کسان په ناقانونه یا ریاست ضد فعالیتونو کې ښکېل دي، نو اړوندو ادارو ته به یې سمدستي خبر ورکړی وای.
د خبري غونډې ګډونوالو وویل چې دوي د مزدورکښو او غریبو کورنیو غړي دي او د خپلو یادو شوو خپلوانو له فعالیتونو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري. هغوي د پولیسو له لوړپوړو چارواکو، د ضلعي امن کمېټۍ له مشر او د سیمه ییزې پولیسي کمېټۍ له غړو وغوښتل چې دوي دې بې دلیله نه ځوروي.
دوي زیاته کړه، که د دوي د زوې او وراره پر ضد د ریاست ضد فعالیتونو شواهد موجود وي، نو د هغوي د کړنو مسؤلیت نه مني او نه یې هم ملاتړ کوي.

غلام اکبر مروت