د افغانستان د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت د سیداباد ولسوالۍ په دشت ټوپ سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

 

د چارواکو په وینا، دغه پېښه ،د جون په ۱۶مه، هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

 

چارواکي زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې د یوې ماشومې په ګډون څلور ښځې شاملې دي، په داسې حال کې چې څلور نور کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

د پېښې د لاملونو په اړه لا نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو اړوندې ادارې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.

 

په افغانستان کې د سړکونو خراب وضعیت، د ټرافیکي اصولو نه مراعات او د موټرو تخنیکي ستونزې د ټرافیکي پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.