د فټبال نړیوال جام فیفا کې د مصر او بیلجیم لوبډلو ترمنځ شوې لوبه د یو یو ګول سره پای ته ورسېده. د ګروپ جي په لومړۍ لوبه کې مصر په ګول کولو سره په مخالفې لوبډلې برلاسی شو. د مصر له لوري د لوبې په لومړي شل دقیقو کې امام عاشور ګول وکړ خو وروسته د مصر د لوبغاړي لخوا په خپلې ډلې د ګول کولو سره لوبه مساوي شوه.

 

مصري لوبډلې تر ډېره منظم دفاعي لوبه وکړه او د چټکو ضد بریدونو تګلاره یې خپله کړې وه. که څه هم مصر د لوبې پر مهال محدود بریدونه وکړل خو وکولای شول د امام عاشور د ګول په مټ تر اوږدې مودې پورې خپله برتري وساتي.

 

بلجیم د لوبې په ۶۶مه دقیقه کې تجربه کاره لوبغاړی رومیلو لوکاکو میدان ته راووست. لوکاکو له لوبې سره له یو ځای کېدو یوازې ۲۸ ثانیې وروسته پر لوبه اغېز وکړ. د توماس میونیر له کراس وروسته هغه د مصر پر دفاع فشار راوړ، چې په پایله کې د مصر مدافع محمد هاني په تېروتنه توپ خپل ګول ته واچاوه او لوبه مساوي شوه.

 

سره له دې چې مصر تر ډېره د بریا په حال کې و، خو د خپل مدافع د تېروتنې له امله یې د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې بشپړ درې امتیازه ترلاسه نه کړل او لوبه په مساوي پای ته ورسېده.