د کرمې ضلعې په مرکزي ښار پاراچنار کي د بایي پاس سړک پر غاړه د نوي ضلعي عدالتي کمپلېکس د جوړولو بنسټ ډبره اېښودل شوې ده. چارواکي وايي، دغه عدالتي کمپلېکس به د هوايي مېدان سره نزدې پر ۱۵۰ کناله ځمکه د ۲ اربه او ۷۴۵ مېليونه روپو په لګښت جوړ شي.

 

د ضلعې او سېشن جج ،امجد حسين، د پروژې د پرانستې پر مهال وويل، چې د بایي پاس سړک پر غاړه د کمپلېکس جوړېدل به د ضلعې د بېلابېلو سيمو خلکو ته د عدالتونو تر رسېدو اسانتيا برابره کړي او د تګ راتګ ستونزې به راکمې کړي.

 

د پروژې د نقاب کشایۍ وروسته چارواکو د ودانۍ د نقشې او رغنيزو چارو په اړه ګډونوالو ته بريفنګ هم ورکړ.

 

په دې موقع د ضلعي بار اېسوسي اېشن مشر افتخار حسين وويل، چې د کمپلېکس لپاره د مناسب او مرکزي ځای ټاکلو سره به د کرمې ضلعې د لرې او نزدې سيمو خلک په اسانه عدالتونو ته رسېدلی شي. هغه په غونډه کي د ګډون لپاره د ججانو، وکيلانو او خبريالانو مننه هم وکړه.