پولیس وایي، چې د لکي مروت ښار د مچن خېل اډې په سيمه کې د سېف سټي پروژې د کمرې د ستنې ترڅنګ د بارودي موادو چاودنه شوې ده، چې له امله يې د کمرې ستنې او څو نږدې دوکانونو ته جزوي زيان اوښتی دی.
د پوليسو په وینا، چاودنه ،د جون په ۱۶مه، ماخوستن د هغه بارودي موادو له امله شوې چې د سېف سټي کمرې د ستنې ترڅنګ اېښودل شوي وو. د چارواکو په وينا، په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
شال نیوز ته رسېدلې ويډيو کې د سېف سټي کمرې هغه ستنه ښکاري چې د چاودنې له امله زيانمنه شوې او شاوخوا سيمه کې د چاودنې نښې ليدل کېږي.
د سيمي اوسېدونکو ويلي دي، چې د چاودنې غږ په لرې سيمو کې هم اورېدل شوی، خو د پېښې له امله يوازې مالي زيان رامنځته شوی دی.
پوليسو د پېښې ځای کلابند کړی او د چاودنې په اړه يې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د چاودنې مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی.

غلام اکبر مروت