د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبایي مشر ،اصغر خان اڅکزي، په کوټه پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل چې بلوچستان له سخت امنیتي او سیاسي وضعیت سره مخ دی او په بېلابېلو سیمو کې وژنې، تښتونې، د باج اخیستنې پېښې او د لویو لارو ناامني دوام لري.

 

نوموړي وویل چې په هرنایي، شارګ، قلعه عبدالله او خضدار کې وروستیو پېښو ګڼو کورنیو ته زیان رسولی او د عوامي نېشنل ګوند یو شمېر غړي هم پکې وژل شوي دي.

 

اصغر خان اڅکزي ادعا وکړه چې پر سیاسي فعالیتونو، احتجاجونو او غونډو محدودیتونه لګېدلي او د بلوچستان ګرانډ الائنس له استازو سره شوې ژمنې نه دي عملي شوې. هغه وویل چې د ستونزو د حل پر ځای نیونې او کریک ډاون روان دی.

 

هغه زیاته کړه چې عوامي نېشنل ګوند غوښتل چې د بلوچستان د روان وضعیت پر ضد سوله ییز احتجاج وکړي، خو د ده په وینا، د پریس کلب مخې ته د پولیسو د پراخ حضور له امله احتجاج ترسره نه شو.

 

اصغر خان اڅکزي په پای کې وویل چې د بلوچستان د اوسني وضعیت مسؤلیت د حکومت پر غاړه دی.