د خېبر ضلعې د جمرود پولیسو ،په جمرود کې مېشت، ټولو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی دی، چې په درې ورځو کې دننه دې په رضاکارانه توګه سیمه پرېږدي، ګنې قانوني اقدام به پرې وشي.

 

د جمرود د پولیسو له خوا ،د جون په ۱۵مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې ټول افغان کډوال باید د ټاکل شوې مودې دننه سیمه خالي کړي. خبرپاڼه زیاتوي چې که چا د دې امر سرغړونه وکړه، نو پر ضد به یې د قانون له مخې کارروایي ترسره شي.

 

دغه اعلان د جمرود د پولیسو مشر (اېس پي) باچا خان په حکم خپور شوی دی. تر اوسه افغان کډوالو یا اړوندو ادارو د دې اعلان په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

 

په خېبر پښتونخوا کې د تېرې څه مودي راهیسي د افغان کډوالو پرضد کاروایانې زیاتې شوې دي او د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د افغان کډوالو د نیولو، د هغوي کاروبارونه بندولو او د افغانستان ته د ستنولو لړۍ روانه ده.