د افغانستان د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۳۳۷ هغه کسان چې له نشو څخه رغېدلي، د څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول، او د خپل مسلک اړوند وسایل هم ورته وسپارل شول، څو وکولی شي د کار بازار ته داخل او خپلواکه اقتصادي راتلونکې جوړه کړي.
د هلمند د کار او ټولنیزو چارو ریاست او د ‘ډاکار مؤسسې’ له لوري پلي شوي دغه پروګرام کې ګډونوالو ته د قنادۍ، موټرسایکل ترمیم، پایپ کارۍ، مخابراتي وېرینګ، سرمېز سازۍ، سولر او یخچال جوړونې په برخو کې عملي او مسلکي زده کړې ورکړل شوې.
چارواکو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې د پخوانیو روږدو لپاره د مسلکي مهارتونو برابرول د نشو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو اغېزمنه لاره ده، ځکه دا چاره هغوي له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو ژغوري او د ټولنې په ګټورو غړو یې بدلوي.
د مراسمو ګډونوالو دغه پروګرام د ټولنیز بدلون، اقتصادي پیاوړتیا او د پخوانیو روږدو د بېرته ادغام په برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې د مهارتونو تر څنګ د کاري وسایلو وېش به فارغانو ته د کار د پېل عملي فرصتونه برابر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د مسلکي زده کړو پروګرامونه د بېکارۍ د کمولو، د نشو د مخنیوي او د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهمه وسیله بلل کېږي.

شال نیوز