د بر سویلي وزيرستان د سروېکۍ تحصيل په بروند سيمه کې ،د جون په ۱۵مه، د امن د ټينګښت او د سيمي د ستونزو د حل لپاره يوه لويه ولسي جرګه شوې ده چې پکې قامي مشرانو، ديني عالمانو، سياسي او ټولنيزو فعالانو، ځوانانو او د سيمي ګڼ شمېر خلکو ګډون درلودل.
د جرګې ګډونوالو په سيمه کې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د وزيرستان ولس د تلپاتې امن، ثبات او سوکاله راتلونکي غوښتونکی دی. ويناوالو وويل چې له امن پرته پرمختګ، تعليم، سوداګري او عادي ژوند ممکن نه دی.
د جرګې مشرانو او ويناوالو له خلکو وغوښتل چې د سيمي د امن او ثبات لپاره خپل يووالی وساتي او د هر ډول ستونزو د حل لپاره له جرګو او سوله ييزو لارو چارو کار واخلي.
دوي وويل چې د وزيرستان خلک نور د ناامنۍ، تشدد او بې ثباتۍ دوام نه غواړي او غواړي چې راتلونکی نسل يې په امن چاپېريال کې ژوند، زده کړې او پرمختګ وکړي.
په جرګه کې د سيمي د امن، ولسي ستونزو او پرمختيايي چارو په اړه د ګډې مبارزې پر دوام ټينګار وشو. ګډونوالو ژمنه وکړه چې د امن د ټينګښت، قامي يووالي او ولسي همغږۍ لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.
بلخوا، د جرګې تنظيموونکو اعلان وکړ چې د جون په ۲۱مه به په بروند کې يوه لویه ولسي جرګه راوبلل شي، چې د محسود قبیلي بېلابېلو خېلونو، مشرانو، ځوانانو او استازو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د تنظيموونکو په وينا، په ياده ستره جرګه کې به د سيمي د امنيتي وضعيت، ولسي ستونزو، د امن د ټينګښت او د ګډو پرېکړو په اړه مهم بحثونه او مشورې وشي.
د سيمي يو شمېر اوسېدونکي هيله څرګندوي چې دا جرګې به د بر سویلي وزيرستان د امن او ثبات لپاره د ولسي يووالي د پياوړتيا او د خلکو د غوښتنو د يو منظم غږ په توګه مهم رول ولوبوي.

ظفر وزير