د خېبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په بودیجه کې د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ځنګلي غوایانو د نسل د ساتنې او زیاتوالي لپاره د ځانګړي پروژې منظوري ورکړې ده.

 

د سرکاري اسنادو له مخې پاک - افغان پولې ته نږدې د بره چترال په بروغل سیمه کې په ځنګلي غوایانو د څېړنې مرکز جوړېږي. د پروژې له مخې به دغه مرکز پر ۱۰۰ کناله ځمکه جوړ شي او د بشپړېدو موده یې درې کاله ټاکل شوې ده.

 

اسناد ښيي چې د پروژې په لومړي پړاو کې به د یو کال په موده کې ۳۰ کروړه روپۍ ولګول شي. په دې څېړنیز مرکز کې به ۵۰ ځنګلي غوایان ساتل کېږي چې موخه یې د دې نادره حیوان د نسل زیاتوالی او پرې علمي څېړنې کول دي.

 

د سرکاري شمېرو لمخې، دا مهال د یو ځنګلي غوايي بیه له درې نیمو لکو څخه تر څلورو لکو روپیو پورې ده، په داسې حال کې چې په خېبر پښتونخوا کې د دې غوایانو ټول شمېر ۱,۹۲۳ ته راکم شوی دی.

 

حکومت وایي چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د ځنګلي غوایانو د نادره نسل په ساتنه کې مرسته وشي او د سیمي خلکو ته به د روزګار نوي فرصتونه برابر شي.

 

د اسنادو له مخې له د ځنګلي غوایانو څخه غوښه، څرمن او وېښتان ترلاسه کېږي چې له امله به یې سیمه ییز اقتصاد ته هم ګټه ورسیږي.